وزیري: د پاکستاني هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې په اړه څېړنې پیل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستانۍ هلیکوپټر د بېړنۍ ناستې د پېښې په اړه چې پاکستاني طالبانو یې د عملې د برمته کولو ادعا کړې ده، څېړنې پیل شوې دي.

همداراز د افغانستان امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړی شوی چې د دې هلیکوپټر عمله چې افغان حکومت وايي، وسله وال مخالفینو برمته کړي دي پیدا کړي او ویې ژغوري، د دې هلیکوپټر په عمله کې یو روس هم شامل دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د لوګر ولایت په ارزې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ هلیکوپټر د بېړنۍ ناستې او د هغې د سورلې د موندلو په اړه د څېړنې لپاره یو پلاوی موظف شوی دی.

د پاکستان د پنجاب د ایالتي حکومت اړونده دا هلیکوپټر د پنجشنبې ورځې په ماښام د ازرې ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د بېړنۍ ناستې پرمهال نسکوره شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د دې هلیکوپټر عمله وسله والو طالبانو برمته کړي دي:

وزیري: د دې هلیکوپټر عمله وسله والو طالبانو برمته کړي دي

"دفاع وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارلې او د مسئلې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې پیل کړي څو معلومه کړي چې د هلیکوپټر عمله څنګه د مخالفینو له منګولو روغ رمټ خوشې کولای شي."

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا وايي، د روسیې ساخت دا مي اولس الوتکه د افغانستان له لارې ازبکستان او له هغه ځایه د ترمیم لپاره روسیې ته روانه وه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ښاغلی وزیري تاییدوي چې دې هلیکوپټر ته د افغانستان له لارې د تېرېدو اجازه ورکړل شوې:

"د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له لارې د ملکي چلند له ادارې غوښتنه کړې وه چې دا هلیکوپټر د افغانستان د فضايي قلمرو له لارې ازبکستان او بالاخره روسیې ته ولاړه شي،په لاره کې تخنیکي عوارض ورته پیدا کېږي، په یوه غرنۍ سیمه کې کیني او سپرلۍ یې طالبان برمته کوي او بیا یي یې."

د دې هلیکوپټر په عمله کې یو روس وګړی هم شامل دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د عملیاتي اطلاعاتو د څانګې مشر نیکولای وینوګرادوف پرون د روسیې ۲۴ په نوم خبري ټلویزیون ته وویل، مسکو د دې هلیکوپټر د عملې په ډله کې د سیرګي کنستانتینوویچ سیواستیانوف Sergei Konstantinovich Sevastyanov په نوم د روسي لارښود د موجودیت په اړه څېړنه کوي.

د روس هلیکوپټر د دولتي ادارې ویاندې ایکاترینا پاولووا همدې ټلویزیون ته وویل:

"پاکستاني پیلوټانو "مي اولس ملکي هلیکوپټر"هغې روسۍ موسسې ته لېږدوله چې د ترمیم او مراقبت کارونه کوي، روسیې او پاکستان د هلیکوپټرو د مراقبت موافقه په جولای میاشت کې لاسلیک کړه."

اسوشیتید پریس خبري آژانس د پاکستاني طالبانو د قوماندان قاري سیف الله سیف له قوله لیکي چې وايي، د یوه روس وګړي په ګډون د پاکستانۍ هلیکوپټر شپږ تنه عمله په لوګر کې د پاکستاني طالبانو قوماندان آدم کوچي نیولي او یوه پټ ځای ته یې لیږدولي دي څو د افغانستان د دولتي ځواکونو او افغان طالبان له حملو څخه خوندي وي.

قوماندان سیف ویلي دي چې د سورلۍ له ډلې یوتن د هلیکوپټر د بېړنۍ ناستې پرمهال سخت ټپي شوی دی.

د سورلۍ له ډلې یوتن د هلیکوپټر د نسکورېدو پرمهال سخت ټپي شوی دی.

د پاکستاني طالبانو دې قوماندان ویلي چې په برمته شويو کسانو کې د پاکستان استخباراتي مامورین هم شامل دي.

سیف زیاتوي، د دې کسانو د برمته کولو پرمهال د دوی سنګرونه د همدې هلیکوپټر په میزایلونو وویشتل شول چې په نتیجه کې یې د دوی یو ملګری ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.