شریف: د هلیکوپټرې عملې د خوشې کېدو لپاره له هر چینله کار اخلو

د پاکستان صدراعظم نواز شریف وايي، حکومت یې له رسمي او غیرې رسمي چینلونو کار اخلي، څو هغه اووه کسان په خوندي توګه خوشې شي چې هليکوپټر یې د لوګر په ازره کې بیړنۍ ناسته کړې او سپاره یې د ځايي طالبانو له خوا نیول شوي دي.

نواز شریف دا څرګندونې د جمعې په ورځ په یو بیان کې یوه ورځ وروسته له هغې کړي چې یوه پاکستانۍ هلیکوپټرې د لوګر په ازرې ولسوالۍ د بیړنۍ ناستې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده او اووه سپاره یې طالبانو یرغمل کړل.

د افغانستان د دفاع وزرات ویلي، په الوتکه کې ټول سپاره د وسله والو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، افغان حکومت یوې پاکستانۍ هلیکوپټرې ته د افغانستان له فضا د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

خبر پاڼه وايي، دوی اوس په دې اړه څېړنې کوي چې ایا دا هماغه هلیکوپټره ده او که نه.

بل خوا د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي او له هغه یې د برمته شوېو کسانو په خوشې کولو کې مرسته غوښتې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، حکومت دفاعي او امنیتي ځواکونو ته امر کړې چې د لوېدلې پاکستانۍ الوتکې د سپرلیو د خوندي خوشې کولو لپاره دې هڅې وکړي.

اسلام اباد وايي، دا مې ۱۷ هلیکوپټره روسیې ته د ترمیم لپاره روانه وه چې په لاره کې بیړنۍ ناستې اړه شوه.