دفاع وزارت: پاکستانۍ هلیکوپټرې د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناسته کړې

د افغانستان د دفاع وزارت تایید کړې چې د پاکستان د حکومت یوې هليکوپټرې د ازرې په لکۍ سیمه کې چې یوه غرنۍ سیمه ته د تخنیکي ستونزو له کبله بیړنۍ ناسته کړې چې ترهګرو پرې برید کړی او د الوتکې پیلوټ او شپږ سپاره یې له ځان سره بیولي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو خبر پاڼې کې زیاته کړې چې پاکستان د افغانستان له فضا څخه روسیې ته د ترمیم لپاره د یوې هلیکوپټرې د تېریدو اجازه تر لاسه کړې وه خو دوی نه پوهیږي چې دا هماغه هليکوپټره ده او که بله.

دفاع وزارت وايي، دفاعي او امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی دی چې د دې هليکوپټرې د سپرو د ازادېدو لپاره ټولې هڅې وکړي.

د پاکستان پوځ هم تایید کړې چې یوه هليکوپټره یې د افغانستان په لوګر ولایت کې له پېښې سره مخ شوې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوا د خپل ټویټر په یو پیغام کې ویلي دا هیلوکوپټره د افغانستان له فضا څخه ازبکستان ته روانه وه چې په ازره کې نسکوره شوه.

د پاکستان پوځ وايي چې د دې هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندان جان نیکولسن سره اړیکه نیولې او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې د الوتکې د سپرو د موندلو په برخه کې به همکاري وکړي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د پاکستان د پوځ څو متقاعد افسران او یو روسي لارښود د دې هلیکوپټرې له سپرو څخه دي چې د طالبانو له خوا تښتول شوي دي.