د پاکستان سفارت وايي د دوی هلیکوپټرې لوګر کې سقوط کړی

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې یوه پاکستانۍ هلیکوپټره په لوګر ولایت کې نسکوره شوې ده.

په کابل کې د پاکستان د سفارت ویندوې اختر منیر پرون وویل چې دا مي اولس ډوله هلیکوپټر د بېړنۍ ناستې پر مهال نسکوره شوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا هم پرون وویل، د پنجاب د ایالتي حکومت دې اړوندې هلیکوپټر اوه تنه عمله لرله چې برخلیک یې تردې دمه نه دی معلوم.

ښاغلي ذکریا زیاته کړه، افغان چارواکو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې د دې پېښې په دې اړه به څیړنه وکړي او د پاکستاني اتباعو ځای به معلوم کړي.

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکي وايي، دا هلیکوپټر نه ده ویشتل شوې بلکې د تخنیکي ستونزو له کبله یې بیړنۍ ناسته کړې خو د دوی په وینا عمله یې طالبانو برمته کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت پېښه تایید کړې ده خو د دې وزارت ویاند په دې اړه د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه.