په امریکا کې د ترک روحاني فتح الله ګولن د نیولو حکم ورکړل شو

د استانبول یوې محکمې پرون په امریکا کې د میشت ترک روحاني فتح الله ګولن د نیولو حکم ورکړ.

ګولن چې د امریکا په پنسلوانیا کې استوګن دی، د جولای د ۱۵مې په کودتا کې په لاس لرلو تورن دی خو نوموړي دا تور په کلکه رد کړی دی.

انقرې څو ځلي له واشنګټنه غوښتي دي چې ګولن رسماً ترکیې ته وسپاري خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي دي چې د ګولن د سپارلو په اړه د انقرې پر غوښتنه غور کوي.

ترکیې ویلي د اسنادو هغه دوه بستې یې واشنګټن ته استولي چې په کودتا کې د ګولن لاس لرل ثابتوي خو کري ویلي چې د ګولن له سپارلو مخکې ترکیه باید پر نوموړي د لګول شویو تورونو په اړه امریکا ته موثق اسناد وسپاري.