زاخېلوال: افغانستان او پاکستان د ستونزو په حل کې د م.م ونډه مهمه ده

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي پرون یو ځل بیا د افغانستان د سولې د هڅو په اړه له افغان او پاکستاني چارواکو سره په جلا کتنو کې بحث وکړ.

سره له دې چې له پاکستاني چارواکو سره د تادامیچي یاماماتو د لیدنو په اړه ډېر جزییات نشته خو د راپورونو له مخې نوموړي د پاکستان له مرستیال صدراعظم طارق فاطمي او د ملي امنیت له مرستیال سلاکار ناصرخان جنجوعه سره لیدلي دي.

یاماماتو به نن هم په پاکستان کې وي او له پاکستاني چارواکو سره لیدنو کتنو ته به دوام ورکړي خو د دوی د خبرو د جزییاتو په اړه دقیق معلومات نشته.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم وايي چې له پاکستاني چارواکو سره د یاماماتو د خبرو له جزییاتو نه دی خبر، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې نوموړي د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په ګډون څلور اړخېزو خبرو ته د اشارې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو ونډه مهمه وبلله.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال

ښاغلي زاخیلوال زیاته کړه:

"په دې برخه کې کوم خاص پرمختګ نشته، ځکه که وای نو موږ حتماً خبرېدو، خو طبعاً ملګري ملتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو مسئلو په نژدې کولو کې خپله ونډه لرلای شي."

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار مرستیال ناصرخان جنجوعه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته ویلي دي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خورا زیاتې هلې ځلې کړې دي.

ده د پاکستان د ثبات لپاره د افغانستان سوله او امنیت مهم بللي دي خو ده همدا راز ښاغلي یاماماتو ته یې شکایت کړی چې د کابل له خوا د پاکستان پرضد تبلیغاتي جګړه په زیاتیدو ده.

جنجوعه ویلي دي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په مسئله کې پاکستان او نور هېوادونه یوازې د مرستندویانو رول لري.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې سیاسي حل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لاره ده.

په افغانستان کې د سولې د هڅو له ناکامۍ وروسته کابل پر پاکستان په پرله پسې ډول تور لګولی چې د څلور اړخیزو خبرو له پریکړو سره سم پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

پاکستان ژمنه کړې وه چې د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې به جدي کار وکړي خو کابل وايي چې اسلام آباد دا کار نه دی کړی. افغان چارواکو خبرداری ورکړی چې د څلور اړخیزو خبرو بیا پیل به تر هغه وخته بې ګټې وي چې پاکستان خپلې ژمنې د عمل په ډګر کې پلې نکړي.