اوباما: په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد پرمختګ شوی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر ضد د امریکا او نړیوال ائتلاف مبارزه د پام وړ بللې خو ویلي یې دي چې د داعش د غړو غلچکي بریدونه به جاري وي.

ولسمشر اوباما پرون وویل:

"زه خوشال یم چې په عراق او سوریه کې د دې ډلې پر ضد پرمختګ شوی خو موږ لا هم د مصول او رقعه ښارونو ازادولو ته ډېر واټن لرو. "

دا دواړه ښارونه به عراق او سوریه کې د داعش اصلي پناه ځایونه دي.

ولسمشر اوباما په وینا، د داعش شبکه د امریکا په پرتله په اروپا کې ډېره فعاله ده خو ټینګار یې وکړ چې په امریکا کې هم ځیني شبکې شته چې د فعالېدو امکان یې لرې نه دی.