د انتخاباتي نظام اصلاح په اړه د افغان حکومت نوې ژمنه

افغان حکومت وايي چې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د نظر له مخې د انتخاباتي اصلاحاتو لړی پیلوي.

د جمهوري ریاست ویاند رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلي چې حکومت پریکړه کړي له دې وضاحت وروسته بنسټیز حقوقي او اجرایي اقدامات پیل کړي.

د ملي یووالي حکومت د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره یو ځل بیا جدي ژمنیتا ښودلي ده.

د جمهور رییس غني ویاند محمد هارون چغانسوري وايي چې د انتخاباتي نظام اصلاح لپاره د تقنینی فرمان له بیا بیا رد وروسته د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون له حقوقي لحاظه دا موضوع روښانه کړي ده.

هغه وايي دې نظر ته په کتو افغان حکومت د انتخاباتي نظام اصلاح لپاره ډير ژر بنسټیز حقوقي او اجرايي ګامونه اخلي:

د افغان ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري


"حکومت دانتخاباتي نظام اصلاح او انتخاباتو ته په جدي توګه ژمن دی،د تقنیني فرمان له ردیدلو وروسته ، حکومت پراساسي قانون د څار له کمیسیون څخه د حقوقي نظر غوښتنه وکړه،دغه کمېسیون خپل نظر وړاندې کړ نن د حکومت د رهبرۍ په سطحه یو ناسته دایره شوه او دکمېسیون د نظرپه اساس به ډیر ژر، بنیادي، حقوقي او اجرايي اقدامات وشي."

افغان حکومت داسې مهال د انتخاباتي اصلاحاتو لړی د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون د نظر له مخې پیلوي چې په دې لړ کې یې د ملي شورا له خوا حکومتي فرمانونه رد شوي دي.

د ملي یووالي حکومت د څه کم دوه کلونو راهیسې د انتخاباتي کمېسیونونو د دندو، جوړښتونو او واکونو فرمانونه دوه ځله ملي شورا ته ولیږل خو له هغې ادرسه یې نتیجه تر لاسه نه کړه.

د ملي شورا ډیر غړي په دې باور وو چې د ملي یوالي حکومت له دې هڅو سره غواړي انتخاباتي کمیسیونونه وویشي.

افغان حکومت نده روښانه کړي چې نوي حقوقي او اجرايي ګامونه به یې څه وي چې له مخې یې د انتخاباتي نظام د اصلاح ژمنه پوره کولای شي.

خو پوښتنه دا ده چې پر انتخاباتو د څار بنسټونه چې ډير وخت یې حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې په وخت تېرولو تورن کړی په دې اړه څه وايي

د اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو د شبکې مشر جانداد سپین غر وايي د افغان حکومت نور اقداماتو ته منتظر دي:

"دا څه پرمختګ دی خو کامل پرمختګ یې ځکه نه ګڼو چې موږ منتظر یو چې د دې وضاحت په رڼا کې نور څه اقدامات پیلیږي، ایا دا به هغه څه ته چې مدني ټولنې او خلک یې د انتخاباتو اصلاح لپاره غواړي او اړین دي زمینه برابره کړي؟ او کنه دا به یواځې سمبولیک او سیاسي اقدام وي."

د تېرې دوشنبې په ورځ پر انتخاباتو د څآر اوه بنسټونو تر یوه چتر لاندې له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د اساسي قانون په تطبیق د څآر کمیسیون د وضاحت له روښانه کولو سره سم باید ژر تر ژره عملا اقدمات پیل کړي.

دوی په دې باور دي چې په تېر کې د ولسي جرګې ځينې غړو او په حکومت کې د ننه ځينو کړیو په لوی لاس د تېرو دوه کلونو راهیسې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د پرمختګونو مخه نیولي ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ