فیصل: جوړه شوې طرحه به د بروکسل غونډې ته وړاندې کړو

د اجراییه ریاست ویاند مرستیال ویاند جاوید فیصل

د افغانستان حکومت اجراییه ریاست وایي، غواړي د افغانستان د ملي پرمختیايي چوکاټ په نوم طرحه د بروکسل راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي.

د اجراییه ریاست ویاند مرستیال ویاند جاوید فیصل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته دغه چوکاټ د اهمیت په اړه وویل:

"دا زموږ سره مرسته کوي چې اقتصادي برخه کې د راتلونکې لپاره واضح طرحه او لرلید ولرو او د هغه پر اساس نړیوالې ټولنې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو."

ښاغلی فیصل وایي، په دغه طرحه کې د افغانستان اقتصادي لومړیتوبونه، ستراتیژۍ او له اقتصادي اړخه د دغه هېواد په خپلو پښو درېدل شامل دي.

نوموړی زیاتوي، په دغه چوکاټ کې له فساد سره د مبارزې، د بشري حقونو مراعتول، په حکومتي چارو کې شفافیت او اصلاحات، د کورنیو عوایدو زیاتوالی او نور هغه موارد هم شته چې افغان حکومت یې له نړیوالې ټولنې سره د عملي کولو ژمنه کړې وه.

ټاکل شوې د بروکسل کنفرانس راتلونکې اکټوبر کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اقتصادي مرستې په هدف جوړ شي.

له دې مخکې د وارسا په کنفرانس کې هم چې د جون په میاشت کې جوړ شوی و، نړیوالو له افغان امنیتي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰میلادي کاله د مالي مرستو ژمنه وکړه.

نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۲میلادي کال کې هم د توکیو په کنفرانس کې د یوه متقابل مېکانېزم له مخې له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې وه.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار وایي، اوس د پخوا په پرتله له افغانستان سره د نړیوالو مرستې محدودې شوي او حکومت باید کومې مرستې چې د بروکسل په کنفرانس کې یې ژمني کیږي، داسې ولګوي چې د افغانستان لپاره اوږد مهالې ګټې ولري.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار

ښاغلي واحدیار زیاته کړه:

"د افغانستان حالت د تېرو پنځلسو کلونو په پرتله متفاوت دی او هغه څه چې مهم دي هغه دا دي چې د افغانستان دولت دې ته سخت اړین دی چې پر بنسټیزو پروژو کار وکړي."

خو نوموړی وایي، د افغانستان اقتصادي پرمختیا له امنیت سره تړاو لري او که افغان حکومت دغه سکټور ته لومړیتوب ورنه کړي نو بنسټیز اقتصادي کارونه به په خپل وخت تر سره نه شي.

محمد قسیم سوله مل