بلخ کې د تېرکال په پرتله د بادامو حاصلات زیات شوي

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسؤلین وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د بادامو حاصلات زیات شوي دي.

د دغه ریاست مشر شیراحمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د بادامو په محصولاتو کې ۳۰ فیصده زیاتوالي راغلی دی.

نوموړی وویل چې د بلخ بادام تر ډېره حده هند، عربي اماراتو او اروپا ته صادریږي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د معلوماتو له مخې هر کال په دغه ولایت کې شاوخوا ۶۰ زره ټنه بادام کیږي.