اوچقون: د سولې په اړه د ۵ کلنې ستراتيژۍ طرحه چمتو شوې

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د سولې په اړه د پنځه کلنې ستراتیژۍ طرحه یې چمتو کړې او د افغانستان د سولې په پروسه کې د لېوالو هېوادونو له استازو سره به یې شریکړه کړي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ازادي راډيو ته وویل د دغې طرحې په اړه نن د هالنډ، امریکا، کوریا، اسپانیا استازو او په کابل کې د یوناما دفتر ته معلومات ورکړل شول:

"د بېلابېلو هېوادونو استازو په غونډه کې ګډون کړی و او دویټولو د افغانو په مشرۍ د سولې له پروسې او همدارنګه د پنځه کلنې ستراتیژۍ له نوې طرحې هم ملاتړ وکړ."

ښاغلی اوچقون زیاتوي چې په یاده طرحه کې په سوله کې د ښځو رول، په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ دباور جوړولو ترڅنګ یوشمېر نور مسایلو ته هم ځای ورکړل شوی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې عالي شورا له تېرو څلور میاشتو راهیسې په یاده طرحه باندې کار پیل کړی او هغه یې له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره هم شریکه کړې وه.