سامح: د کندز قلعه زال او دشت ارچي کې تصفیوي عملیات پیل شوي

د کندز امینتي چارواکي وايي چې دوی په قلعۀ ‌زال او دشت ارچې ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي.

په کندز ولایت کې د پامير د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال محمداکرم سامح ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات له تېرو څو ورځو راهیسې روان دي او پکې څه باندې ۲۰۰ تنو وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړې وویل چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو درې عرادې هاموي زغروال موټرونه او یوعراده رنجر هم له منځه تللي دي.

خو وسله وال طالبان وايي چې د قلعۀ ‌زال مرکز لاهم د دوی په کنټرول کې ده او په دې دوو ولسوالیو کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبله اړولو ادعا هم کوي.

بل لور ته دفاع وزارت وایې چې په بېلابېلو ولایتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو کې ۶۸ وسله وال وژل شوي ، ۳۱ تنه ټپیان او ۷ تنه نور نیول شوي دي.