ننګرهار کې د وژل شوېو داعشیانو جسدونه څه کیږي؟

د داعش پر وړاندې روانه مبارزه او دغې ډلې ته اوښتې مرګ ژوبله د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرنوشت ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د چاڼ شوو سیمو په کورونو کې د داعش وسله والو مړي موندل شوي دي.

په مطلب کې راغلي، له خلکو سره پوښتنه دا وه چې په ننګرهار کې د وژل شوېو داعشیانو جسدونه څه کیږي؟ خو په مطلب کې دې پوښتنې ته د ننګرهار د والي د ویاند ځواب لیکل شوی چې ویلې یې دي، د دغو داعشیانو مړي د خلکو په کورونو کې پاته دي او ډېر ژر به یې ویډیوګانې له رسنیو سره شریکې شي.

د مطلب لیکوال ویلي، په ننګرهار کې داعش ته له پیاوړې ضربې وروسته اوس هلته د سیلاب د قهر په نوم تصفیوي عملیات روان دي او له جګړو او د داعش له ګواښه بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي.

سرخط ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې باید د افراطیت او سخت دریځۍ عوامل معلوم او پر وړاندې یې مبارزه وشي.

په مطلب کې راغلي، د القاعده، طالبانو او بیا وروسته داعش ډلې رامنځ ته کېدل د افغانستان په ټولنه کې دیني او سیاسي ریښې لري او د له منځه وړلو لپاره یې باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکول شي او حکومت یې هم باید له منځه وړلو ته هوښیارانه اقدامات وکړي.

اصلاح ورځپاڼې بیا خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د داعش او نورو وسله والو مخالفو ډلو پر ضد باید عملیات دوام پيدا کړي.

په سرمقاله کې راغلي، پر داعشیانو فضا تنګه شوې او په وروستیو عملیاتو کې یې د سعد امارتي په ګډون یو شمېر مهم قومندانان او پوځي مسئولین وژل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د داعش پر وړاندې مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تیرې اوونۍ لاسته راوړنې بې سارې دي.

د ورځپاڼې په باور، داعش ته وروسته له هغې درنه مرګ ژوبله واوښته چې ولسمشر په ختیځو ولایتونو کې میشتو افغان ځواکونو ته د دغې ډلې پر وړاندې د جدي مبارزې سپارښتنه وکړه.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې پاکستان په خپلو ښارونو کې ترهګرو ته پنا ورکړې ده.

په مطلب کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر حمدالله محب څرګندونې را اخیستل شوي چې یوې غونډې ته یې ویلي، د طالبانو مشران د پاکستان په ښارونو کې اوسیږي، پاکستان ورته ساتونکي ورکړي او مالي ملاتړ یې کوي.