نوې کرښې سازمان: ځيني کړۍ د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو مخه نیسي

د نوي کرښې په نوم مدني بنسټ وايي چې د نظام ننه او په ملي شورا کې ځينې کړۍ د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو مخه نیسي.

د دې بنسټ مشر فهیم صدیقي وايي، دې کړیو انتخاباتي بهیر زیانمن کړی دی.

د نوي کرښې په نوم سازمان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د انتخاباتو او د انتخاباتي نظام اصلاحاتو په نامعلوم برخلیک سخته اندېښنه څرګندوي.

د دې بنسټ مشر فهیم صدیقي د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې په حکومت او ملي شورا کې ځينو کړیو قصداً د انتخاباتي نظام اصلاحاتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

هغه وايي دا کړۍ په دې هڅه کې دي چې له هرو ممکنو لارو دې پروسې ته زیان ورسوي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ یو کار د ولسي جرګې له احتمالي کاندیدانو سره دی دا کاندیدان او د انتخاباتي څارونکي بنسټونه ډېر اندېښمن دي، بدبختانه یو شمېر جریانونه د حکومت او ملي شورا په دواړو خونو کې د انتخاباتي نظام اصلاح ته د زیان رسولو هڅه کوي او د هغو برخو مخه نیسي چې باید د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره کار وکړي."

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه اندېښنې له هغې وروسته ډېرې شوې چې د دغو اصلاحاتو لپاره د جمهور رئیس غني دویم فرمان د ولسي جرګې او مشرانو جرکې مختلطې کمېټې لخوا رد شو.

له هغې وروسته جمهوري ریاست وویل،پر یوه بله طرح کار کوي چې د هغې له مخې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره یو میکانیزم رامنځته شي.

د نوي کرښې په نوم سازمان وايي چې د حکومت پر دې ژمنې هم یوه اونۍ وخت اوړي خو د حکومت د نوې طرحې څه څرک نشته.

خو پوښتنه دا ده چې رښتیا هم د جمهوري ریاست ځواب دغو اندیښنو او نظرونو ته څه دی؟

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل:

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

"حکومت په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره بشپړه ژمنه لري او ډیر ژر د سترې محکمې او پر اساسي قانون د څار کمیسیون سره په مشورې په دې اړه خپله پریکړه کوي."

که څه هم جمهوري ریاست ټینګار کوي چې په انتخاباتي نظام کې اصلاحاتو ته ژمنتیا لري خو مدني فعالان وايي باور نه کوي چې حکومتي ځینې کړۍ دې هغو ګټو ته په کتو چې لرې یې دا ژمنې عملي کړي.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان بیا وايي چې که حکومت د انتخاباتي نظام اصلاحاتو ته ژمنتیا لري، نو د جمهور رئیس دویم تقنیني فرمان چې دغې جرګې رد کړی و، نافذ دی.

هغه وايي چې حکومت دې ته په کتو کولای شي د انتخاباتي نظام اصلاحات پیل کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ