د زلفیې داستان له ښځو سره د تاوتریخوالي یوه بله دردونکې قصه

پنځلس کلنه زلفیه چې د سمنګان ولایت اوسیدونکې ده، په افغانستان کې د ډله ییز جنسي تېري یو له قربانیانو څخه ده.

زلفیه د درملنې لپاره کابل ته راوړل شوې او دا مهال د زهرا د کورنۍ د تحسن په خیمه کې ده.

زلفیه هغې نجلۍ چې په وینا یې د زده کړې آرمان یې درلود او غوښتل یې خپلو هیلو ته و رسیږي، خو نامزاد او څو تنه تښتونکو یې آرمانونه له خاورو سره خاورې کړل.

له دې جینۍ سره ناسته او د هغې خبرو ته غوږ نیول راته ډیره دردونکې وه.

زلفیه په داسې حال کې چې سترګې له اوښکو ډکې وې او غږ يي لړزیده، وویل چې لا یي د پنځلس کلنې پسرلی نه و تېر شوی چې پلار یي له یو کس سره نامزاده کړه.

دا وايي، کله چې یې له نامزاد سره له واده کولو انکار وکړ نو هغه له خپلو څو وسله والو ملګرو سره د شپي له خوا دا له کوره بوتله او مور او پلار یې ور و وهل.

زلفیه د هغې شپې په اړه وايي:

"پلار ته مې وویل زه دغه هلک نه کوم،هغوی زورواکي و،یوه شپه زموږ په کور باندې راغلل،زه یي ووهلم، هغوی له طالبانو سره یي لاس لره، مور او پلار یي هم راووهل زه یي له ځان سره یوړمه،دوه درې مرمي یي زه په لاس وویشتلم زما خوله يي را ماته کړه چې هیڅ هډوکې پکې نشته دي بیا یي زه د طالبانو سیمې ته له ځانه سره یو وړم او هلته یي راباندې جنسي تېری وکړ."

زلفیه په مزارشریف ښار کې د نهم ټولګې زده کوونکې وه او په خبره یې کله چې له خپلې نامزدۍ خبریږي، خپلۍ کورنۍ ته چې په سمنګان کې اوسیده ورځي او د ژوند تورې ورځې یې پیلیږي.

زلفیه وايي چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې نامزاد او یو شمېر نورو وسله والو هغه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د اهنګران سیمې ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه یوړله.

د زلفیې دردناکه قصه دلته پاې ته نه رسېږي بلکې نوره هم دردونکې کېږي او د ډیرو له سترګو به اوښکې وبهوي.

نوموړې د هغو ورځو په اړه چې د وسله والو په بند کې وه او شنکجه کېدله راته وايي او اوښکې تویوي.

"یوه اونۍ اته ورځې هلته د طالبانو په سیمه کې و،له هغې وروسته زما روغتیایي حالت خرابیده بیا زه طالبانو د یوه ډریور په لاس راولیږم، ورور ته یي راته زنګ ووهه چې یو ورور دی د زمانت لپآره راولیږه،موږ مو خور درلیږو او که یي نه رالیږی نو موږ يي خپله کندوز ته لیږو او درملنه یي کوو،بیا ورور مې ورته وویل چې زه مې ورور نه درلیږم،بیا نو هغوي مجبوره شول زما رغتیایي حالت ورځ تر بلې خرابیده زه یي په موټر کي اوه بجي د دری صوف ولسوالی ته ولیږلم."

د زلفیې مات شوې هډوکي د هر انسان زړه دردوي او دا ښيي چې پر هغې څومره ظلم شوی دی.

زلفیه د خولې د هډوکو د ماتېدو له کبله ډوډۍ نه شي خوړلای او یوازې له مایعاتو استفاده کوي.

نوموړې وايي، د دره صوف ډاکټرانو ورته ویلي چې هلته یې درمنله نه کېږي او باید مزار او یاهم کابل ته ولاړه شي.

د دې دریدلې نجلۍ په خبره د مزار په ملکي روغتون کې له لاسه څخه د مرمۍ له ایستلو وروسته د خولې د تدواۍ لپاره د کابل په ستوماتولوژي روغتون کې بستر شوه.

زلفیه د خپلې تداوۍ په اړه وايي:

"د کابل په ستوماتولوژی روغتون کې مې د خولي عملیات وشو، بیا هم همدې روغتون ته رغلم خو جوړه نه شوم بیا هند ته لاړم هلته ډاکټرانو د پښتی هډوکي راته واچول په خپلو شخصی پیسو ولاړم اوس يي هم ګټه نه ده کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د بشرې حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه قضیه يي څارنوالۍ ته راجع کړې او د پیښې د څیړنې په هدف پرې کار روان دی.

زلفیه په افغانستان کې لومړنۍ نجلۍ نه ده چې د تاوتریخوالي او جنسي تېري قرباني کېږي بلکې له دې وړاندې هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مېرمنې او نجونې د ورته پېښې ښکار شوي دي.

په وروستیو کې په تخار کې هم یو کس خپله مېرمن وهلې ټکولې چې له امله یي دغې مېرمنې خپل شپږ میاشتنی ماشوم له لاسه ورکړ.

اوس زلفیه وايي یوازې له حکومته غواړي چې عدالت تامین او له هېواده بهر د هغې درملنې ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي که د زلفیی په اړه له دوی نه د مرستې غوښتنه وشي نو دوی به له هېواده بهر د هغې د درملنې لپاره هلې ځلې وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمدجان نعیم

دې وزارت مرستیال احمد جان نعیم.

"د ترکيي له هېواد سره د ناروغانو د درملنی پروتوکول لرو هر کال دوه سوه پنځوس کسان چې په افغانستان کې یي د درملني امکان نه وی هغه هلته لیږو چې درملنه یي وړیا کیږي په ځانکړي ډول هغه میرمنو سره چې تاوتریخوالی شوی وی.

په همدې حال کې د ښځو د فعالانو د برخې یو شمېر مسوولین له عدلي او قضایي بنسټونو غواړي چې د پنځلس کلني زلفيي په برخه کې عدالت پلی کړي.

په وروستیو کلنو کې لسګونه مېرمنې د ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ شوي چې حتا ځینې یي وژل شوي هم دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلوک کمېسیون په خبره د ځوانو نجونو په زور ودونه او د هغوي ورکول د تاوتریخوالي یو له هغو مواردو څخه دي چې نجونې تر ډېره ورته غاړه نه ږدې او کله کله له کوره تیښتي ته اړ کیږي او په ځينو وختونو کې ځان وژنه هم کوي.

راپور:ابراهیم صافی