کریمي: د کندز دشت ارچي او قلعه زال کې ۱۱ مخالفین وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په دشت ارچې او قلعۀ‌زال ولسوالیو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په کندز ولایت کې د پامير د شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي وايي چې تېره شپه د افغان هوايي ځواکونو او ځمکنې ځواکونو د دې ولایت په دشت ارچې او قلعۀ‌زال ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو باندې برېدونه کړي چې په پایلې کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه یې ټپیان شوي دي.

ښاغلي کریمي زیاتوي چې په دې برېدونو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلی.

خو تراوسه پورې په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دې ویلي.