امریکا د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب هرکلی وکړ

د امریکا متحدو ایالاتو پرون جمعه د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب هرکلی وکړ.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مک کنلي پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د تجارت په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب، د دې هېواد لپاره د عطف ټکی دی.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مککنلي

مایکل مک کنلي ویلي چې واشنګټن په ډېره علاقمندۍ"د افغانستان او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان همکاريو ته سترګې په لار دي."

په دې خبرپاڼه کې، راغلي چې دا "ستر اوتاریخي پرمختګ" د متحدوایالاتو او افغانستان د څه باندې یوې نیمې لسیزې همکارۍ پر اساس شوی دی.

افغانستان پرون رسماً د سوداګرۍ د نړیوال سازمان ۱۶۴ غړی شو.

افغانستان پرون رسماً د سوداګرۍ د نړیوال سازمان ۱۶۴ غړی شو.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان د دې پرمختګ پر اساس، کولائ شي چې د سوداګرۍ لپاره له نویو فرصتونو کار واخلي، نړیوالو تجارتي مارکېټونوته لار پیدا کړي او د خپل اقتصاد د پرمختګ لپاره زیاتې هڅې وکړي.

د افغانستان حکومت هم ویلي چې د ورته فرصت په تمه دی.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویندوی مسافر قوقندي وویل:

قوقندي:افغانستان کولائ شي چې د نورو ۱۶۳ هېوادونو په څېر د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له ټولو امتیازاتو کار واخلي

"افغانستان کولائ شي چې د نورو ۱۶۳ هېوادونو په څېر د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له ټولو امتیازاتو کار واخلي، د افغانستان په څېر هېوادونو چې ډېر پر مختګ یې نه دی کړی، د تجارت د نړیوال سازمان د غړیتوب له ترلاسه کولو سره له یونیم تر درې فیصده اقتصادي وده کړې ده، موږ هیله لرو چې په دې سازمان کې موږهم درې فیصده اقتصادي ودې ته ورسېږو."

افغانستان باید د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د غړیتوب په بدل کې ځیني شرایط هم پرځای کړي.

پردې اساس، دا هېواد باید د تجارت د نړیوال سازمان د نورو غړو د صادراتي مالونو لپاره خپل مارکېټونه پرانیزي.

د اقتصادي چارو یو شمېر څارونکي دا کار د افغانستان په څېر هېواد ته چې په صادراتو او وارداتو کې یې توازن نشته، په ګټه نه ګڼي.

په امریکا کې مېشت اقتصادپوه سید عبدالله کاظم وايي:

"دا سازمان هڅه کوي چې ازاد تجارت ته زمینه برابره شي، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او خپل ۹۰ فیصده مالونه له بهره را واردوي، زموږ صادرات ډېر نه دي چې د ازاد مارکېټ له ګټو کار واخلو او دخپلو صادراتو او وارداتو په منځ کې توازن راولو، دا قراداد به د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، د افغانستان لپاره په تاوان تمام شي. "

د سوداګرۍ نړیوال سازمان افغانستان ته پینځه کاله وخت ورکړی و چې خپل ټول قوانین د سوداګرۍ له نړیوالو معیارونه سره برابر کړي.

له ایرانه پرته، د افغانستان ټول ګاونډیان د تجارت د نړیوال سازمان غړي دي.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان "World Trade Organization" په ۱۹۹۵میلادي کال کې جوړ شوی او مرکز یې د سویس په ژنیو ښار کې دی.

Your browser doesn’t support HTML5

له اذرخش حافظي سره مرکه