امریکا سوداګرۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب هرکلی وکړ

د امریکا متحدوایالاتو پرون جمعه د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب هرکلی وکړ.

په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې داپرمختګ د افغانستان لپاره یو تاریخی بری دی.

افغانستان پرون د تجارت د نړیوال سازمان رسمي غړی شو.

په دې خبرپاڼه کې، راغلي چې دا" ستر اوتاریخي پرمختګ" د متحدوایالاتو او افغانستان د څه باندې یوې نیمې لسیزې همکارۍ پر اساس شوی دی.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان ۱۶۴ غړي لري.