افغانستان رسماً د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړی شو

افغانستان د جمعې په ورځ د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ.

تر لسو کلونو هڅو وروسته، افغانستان وکولای شو چې د دې سازمان ۱۶۴م غړی هېواد شي.

د جمعې په ورځ، افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان نوی غړی شو، له ۲۰۰۴میلادي کال راهيسي افغانستان د دې سازمان د غړيتوب تر لاسه کولو هڅې کولې او د دې سازمان ټولو ۱۶۳ غړيو هېوادونو د افغانستان غوښتنه ومنله.

افغانستان تر دې مخکې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د څارونکي په توګه غړيتوب درلود.

تېر کال د ډسمبر مياشتې په اوولسمه نېټه په کينیا کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د وزيرانو په غونډه کې افغانستان د دې سازمان په بشپړه غړيتوب تر لاسه کولو کې بريالی شو.

هغه مهال د بشپړه غړي هېواد په توګه د افغانستان لپاره د ۲۰۱۶میلاي کال د جولای نهويشتمه نېټه د کار د پيل ورځ ټاکل شوې وه.

د افغان چارواکو په وينا، په دغه سازمان کې له غړیتوب تر لاسه کولو وروسته به د افغانستان ترانسپورتي ستونزې حل شي او د صادراتو په برخه کې به پرمختګ وشي، کورنی توليدات به زیات شي او افغانستان به له نړيوالو بازارونو سره وصل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايع وزارت وياند مسافر قوقندي وايي، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان کار پيلول یو مثبت ګام دی، ده آزادي راډيو ته وويل:

قوقندي: د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د افغانستان کار پيلول یو مثبت ګام دی

​" افغانستان اوس کولای شي د سوداګرۍ د نړيوال سازمان ۱۶۳ غړيو هېوادونو په شان له ټولو اسانتياوو استفاده وکړي، د افغانستان غوندي لږ پرمخ تللي هېوادونو چې کله د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړ، له يونيم څخه تر درې فيصده اقتصادي پرمختګ يې وکړ، له نېکه مرغه، هيله مو دا ده چې انشاالله د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له غړيتوب سره به افغانستان په سلو کې درې اقتصادي پرمختګ وکړي. ​"

تر دې مخکې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ۱۶۳ غړي درلودل چې پرته له ايرانه، د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه پکې شامل دي.

دا سازمان د ۱۹۹۵میلادي کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه جوړ شو.

د دې سازمان مرکز د سويس په ژنيف ښار کې دی.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان افغانستان ته د پنځو کلونو وخت ورکړی چې خپل ټول قوانين د دې سازمان له قوانينو سره عيار کړي.

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له شاملېدو وروسته، د ۱۶۳ هېوادونو بازارونه د افغانستان پر مخ پرانيستل کيږي.

تر دې مخکې، له پاکستان سره ترانزيتي ستونزو افغان سوداګران له ستونزو سره مخامخ کړي وو.

خو اوس افغان چارواکي هيله څرګندوي چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له شمولیت سره به له ټولو هېوادونو سره ترانزيتي ستونزې حل شي.

د اقتصادي کارپوهانو په باور، د ۱۶۳ هېوادونو بازارونو ته له لاسرسي سره به د يو څو محدودو هېوادونو په بازارونو د افغانستان اتکا رفع شي او په پايله کې به يې د افغانستان سوداګري او اقتصاد پرمختګ وکړي.