دفاع وزارت: د هېواد بېلابېلو سیمو کې ۵۷ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې لسګونو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د فاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپور، ویلي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ټول اوه پنځوس وسله وال وژل شوي، څوارلس تنه ټپیان دي او شپږ نور له وسلو سره نیول شوي دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه په دې ترڅ کې د ننګرهار ولایت په کوټ، اچین او هسکې مینې ولسوالیو کې د داعش ډلې د شپږ دیرشو وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي او وايي چې له دې ډلې د پنځو تنو مړي پرځای پاتې دي.

د فاع وزارت همداراز وايي چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د شفیع الله په نوم د طالبانو یو قوماندان چې په فهیم آغا مشهور و، له خپلو اتو ملګرو سره یوځای وژل شوی او دیارلس ملګري یې ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په هلمند، کندهار، او د ختیځ او شمال په څو ولایتونو کې هم وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې چې په خبرپاڼه کې یې ټول شمېر ۷۱ تنه ښودلی دی.

په کندهار کې دیره ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه جلا خبرپاڼه کې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ او د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د عملیاتو خبر ورکړی.

په بیان کې ویل شوي دي چې په دې عملیاتو کې ۳ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي دي.