افغانستان کې د زنداني ماشومانو په اړه د بشري حقونو اندېښنې

د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس واچ په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۵ کال له ۱۸ کالو د کم عمر لرونکي سلګونه ماشومان له طالبانو سره د اړیکو، د انتحاري حملو د ترسره کولو د پلان او یا له وسله والو مخالفینو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې شکنجه په دې توقیف ځایونو کې عادي خبره ده او په تېره د پښو په تلو د کیبل او پایپ په وسیله وهل، د تناسلي غړو تاوول، د جنسي تجاوز ګواښونه او نور ډولونه پکې شامل دي.

د افراطي تدابیرو یا Extreme Measures په نوم د هیومن رایټس واچ په راپور کې غوښتنه شوې ده چې له قانوني مراحلو پرته د ماشومانو توقیف باید سمدستي پای ته ورسول شي او هغه ماشومان باید خوشې شي چې له څرګندو جنايي جرمونو پرته نیول شوي.