د ننګرهار پوځي عملیاتو کې ۵ امریکايي سرتېري ټپيان شوي

پنځه امریکايي سرتېري په ننګرهار ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن تایید کړې ده چې دا پوځیان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پرضد له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې ټپیان شوي خو د وخت په اړه یې نوموړي څه نه دي ویلي.

نیکولسن چې له خپل دفتر څخه د ویډیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې خبریالانو ته څرګندونې کولې ډاډ ورکړ چې د دې ټپیانو حالت د اندېښنې وړ نه دی:

"د تروریزم پرضد د مبارزې په عملیاتو کې خطرونه تل وي او په دې عملیاتو کې هم زموږ ټول پنځه تنه پوځیان ټپیان شوي دي. هیڅ یو هم ته هم د ژوند ګواښ نشته."

د نیکولسن په وینا دوه تنه پوځیان چې برسیرن ټپیان شوي وو، خپلو دندو ته ستانه شوي دي خو درې نور لاهم په روغتون کې تر علاج لاندې دي.

په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د امریکايي سرتېرو د ټپي کېدو خبر له مودو وروسته ورکول کېږي ځکه وروسته له دې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخیسته نړیوال پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې او هغو ته د سلامشورو پر چارو تمرکز کوي.