امریکا عراق او سوریه کې د ۱۴ ملکي وګړو وژل تایید کړل

پنټاګون تایید کړې چې د تېرکال په جولای او د روان کال په اپریل میاشتو کې په عراق او سوریه کې د امریکا د پوځ په شپږو هوايي حملو کې ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

پنټاګون پرون وویل چې دا حملې په سوریه کې د خراسان په نوم د القاعده شبکې د یوې څانګې او په عراق کې د داعش ډلې پرضد ترسره شوې وې.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان ملکي وګړو ته د تلفاتو پر اوښتو خپګان ښودلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې دا حملې د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې په ۲۸ او د روان ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۲۹ په عراق او سوریه کې شوې دي.

د امریکا پوځ وايي، اوس یې د جولای د نولسمې د حملو په اړه چې د راپورونو له مخې ملکي وګړو ته تلفات پکې اوښتي دي، هم څیړنې پیل کړې دي.