هیومن رایټس واچ: د نړۍ د ۶سیمو کوچنیان له سختو ستونزو سره مخ دي

د بشري حقوقو څارونکي سازمان، هیومن رایټس واچ وايي، حکومتونه د ترورېزم ضد مبارزې د نوېو قوانینو په سیوري کې تر اتلسو کلونو کم عمره ځوانان د امنیتي ګواښونو په بهانه زنداني کوي او نړیوال قانوني معیارونه تر پښو لاندې کوي.

د بشري حقوقو د څارنې سازمان وايي، کوچنیان په بې بنیاده ګمانونو لکه د غېر موثقو اسنادو د لرلو او په نورو بهانو نیول کیږي.

ځیني نور بیا د کورنۍ د غړو د تروریستي فعالیتونو په ارتباط نیول کیږي او د تحقیق په جریان کې شکنجه کیږي.

د بشري حقوقو د څارنې د سازمان رپورټ زیاتوي چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتې را پدیخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو وسله والو طالبانو سره د ارتباط، د انتحاري بریدونو د نیت او د ماینونو د خښولو په تور سلګونه کوچنیان نیولي دي.

دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې شاوخوا دوه سوه پټ توقیف ځایونه شته چې ګڼ شمېر کوچنیان په کې بندیان دي.

د بشري حقوقو د څارنې سازمان د ملګرو ملتونو وروستي رپوټ ته په اشاره وايي چې د کانګو وسله والو ځواکونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ موده کې ۲۵۷ کوچنیان بندیان کړي دي.

دغه سازمان په تېرې دیسمبر میاشتې کې د ۲۹ دغو کوچنیانو سره خبرې کړي او ټولو ویلي چې د توقیف ځای شرایط ډېر سخت وو.

رپوټ وايي چې په عراق کې هم ګڼ شمېر کوچنیان اکثر د پوځي فعالیتونو او داعش ډلې سره د ارتباط په تور نیول شوي دي.

د ۵۸ نجونو په شمول ۳۱۴ کوچنیان د ترورېزم په تور په عراق کې نیول شوي دي او د ۲۰۱۵ کال دیسمبر میاشتې راهیسې بندیان دي.

هیومن رایټس واچ سازمان په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د اسراییلو څارنوالانو تېر کال له ۵۰۰ تر ۷۰۰ فلسطیني کوچنیان په اسراییلي عسکرو باندې د کاڼو د ګزارونو په تور پوځي محاکمو کې په حبس محکوم کړي دي.

رپوټ وايي چې ګڼ شمېر دغه کوچنیان په توقیف کې ځورول شوي دي، ورته بد ردل ویل شوي او وهل ټګول شوي هم دي.

د بشري حقوقو د څارنې سازمان زیاتوي چې په نایجریا کې د بوکو حرام افراطي ډلې د ۲۰۰۹ کال په پیل کی د سلګونو کوچنیانو په جلب او جذب لاس پورې کړ او لسګونه کوچنیان، اکثرا نجونې یې د انتحاري بریدونو لپاره ګمارلي.