فیصل: هڅه کوو څو د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره قانوني لارې پیدا کړو

د افغانستان اجراییه ریاست وایي، حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون وړاندیزونو ته په تمه دی.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډيو ته وویل، د دوی هڅې روانې دي څو د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره قانوني لارې چارې پیدا کړي.

دا هڅې وروسته له هغې پیل شوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر غني دویم تقنیني فرمان هم د ملي شورا د ګډې کمېټې له خوا رد شو.