د شهیدانو په نوم د دهمزنګ د چوک له نومولو سره مخالفت څرګند شو

په کابل کې د مدني ټولنو یو شمېر استازو د شهیدانو په نوم دهمزنګ د چوک له نومولو سره مخالفت څرګند کړ.

دغو مدني فعالانو نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دهمزنګ چوک د سپه سالار عبدالوکیل نورستاني په نوم دی او حکومت باید له خپلې اوسنۍ پریکړې لاس په سر شي.

دوی وایي، که حکومت د دهمزنګ له چوکه د شهیدانو نوم لېرې نه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

حکومت تېره شنبې کله چې په دهمزنګ کې پر مظاهره چیانو خونړۍ حمله وشوه د دهمزنګ چوک یې د شهیدانو په نوم ونوموه.

د مدني ټولنې د دغو غوښتنو په اړه تر اوسه جمهوري ریاست او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څه نه دي ویلي.