دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وزارت وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ وسله وال مخالفان وژل شوي، دولس ټپیان او شپږ نیول شوې دي.

د دغه وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات په ننګرهار ،پروان، کاپیسا پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل، فراه، جوزجان، کندز ، بدخشان او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

دفاع وزارت وایي، د دغو عملیاتو پر مهال د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او ۴ تنه نور نیول شوي دي .

د دغې خبرپاڼې له مخې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو پنځه سرتیري هم وژل شوي دي.

بل خوا دا وزارت وایي افغان ځواکونو د یو شمېر عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې ۲۷ پټن ځایونه له منځه وړي دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیر نن خبریالانو ته وویل چې داعش ډلې ته په ننګرهار کې درانه تلفات اوښتي دي.

نوموړي وویل، افغان ځواکونه وتوانیدل چې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې غچ له داعش ډلې واخلي.

د کابل په وروستۍ حمله کې چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی ۶۶ کسان وژل شول او ۳۰۵ نور ټپیان شول.

افغان ولسمشر له دې خونړۍ حملې وروسته ویلي و چې د دغو ملکیانو غچ به له داعش ډلې واخېستل شي.