د بهسود د اوبو له بنده په استفادې به زراعتي توليدات زیات شي

د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ د اوبو له نوي بنده په استفادې سره به د یاد ولايت ۷۵ فيصده زراعتي توليدات زیات شي.

د کلېو او پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي د چارشنبې په ورځ ويلي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شلو زرو کروندګرو ته د کار زمينه برابره شي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه:

"د دې پروژې ټول لګښت ۹۶ اعشاريه ۶ میليونه افغانۍ دی چې د بریتانيې له خوا ورکول شوي. کار يې په عملي توګه بشپړ شوی او په درېيو ورځو کې انشاالله افتتاح کيږي."

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په ټول هېواد کې د زراعتي محصولاتو د زېرمو او سړو خونو د جوړولو خبر ورکوي.