عبدالله: ډېر ژر به یو پلاوی بامیانو ولایت ته ولېږل شي

د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي په بامیانو کې د شته ستونزو د هواري په هدف به ډېر ژر دغه ولایت ته پلاوي ولېږي.

د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه راغلي، عبدالله د بامیانو له ځینو استازو سره ژمنه وکړه چې په هغه ولایت کې به د برېښنا او بیارغونې پروژې عملي کوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بامیانو ولایت استازو له ښاغلي عبدالله سره د کتنې پر مهال دغه ولایت ته د حکومت له نه پاملرنې شکایت وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د روښنایي غورځنګ غړو چې اکثره یې د افغانستان د بامیان او نورو مرکزي ولایتونو اوسیدونکي وو، مظاهره وکړه او حکومت یې د خپلو غوښتنو پر وړاندې په بې غورۍ تورن کړ.