د کندز په قلعه ‌زال کې۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

د کندز په قلعه ‌زال ولسوالۍ کې۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې تېره شپه افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د کندز په قلعۀ‌زال ولسوالۍ کې پر وسله وال طالبانو حملې کړي چې له کبله یې ۱۶ تنه طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ډګرمن عبدالقهار ارام ازادۍ راډيو ته وویل چې په دې حملو کې د وسله والو طالبانو یوعراده موټر هم له منځه تللي دی.

د یو بل خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ډګرمن عبدلقهار ارام وايي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.