د ماشومانو د ساتنې سازمان اندېښنې

د ماشومانو د ساتنې سازمان یا Save the children په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه.

د دغه سازمان دعامه اړیکو مسوولې زبیده اکبر نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

اغلې اکبر له ټولو کورنیو غواړي چې د دوی په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې تېره ورځ یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ویلي د روان میلادي کال په لومړېو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته ده.

د یوناما په راپور کې راغلي چې په دې موده کې ۳۸۸ ماشومان وژل شوي او څه باندې ۱۱ سوه نور ټپیان شوي دي.