حمیدي: د دهمزنګ پېښه به هر اړخېزه وڅېړل شي

د کابل په دهمزنګ کې شوې خونړۍ پېښې ته د حقیقت موندنې د ټاکل شوي کمېسیون رییس ژمنه کوي چې د پېښې په تړاو به هر اړخېزې او عادلانه څېړنې وکړي.

د افغانستان لوی څارنوال او د دغه کمېسیون رییس فرید حمیدي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د پلټنو نتیجې به له خلکو سره شریکې شي:

"د پلټنې دغه پلاوی به هر اړخېزه څېړنه وکړي، موږ د خدای او د افغانستان د خلکو په وړاندې ژمنه کوو چې بې پرې، منصفانه او عادلانه هر اړخېزې څېړنې به کوو."

د شنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې په مظاهره باندې په انتحاري حمله کې چې داعش یې مسوولیت واخېست د عامې روغتیا وزارت په وینا په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۶۶ تنه معترضینووژل شول او له ۳۰۰ زیات ټپیان شول.