د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له روسيي چارواکو سره غږیدلی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکارحنیف اتمر به چې د یوه لوړ رتبه افغان پلاوي په مشري مسکو ته تللی روسي چارواکي د افغان پوځ لازیات تجهیز ته وهڅوي او هڅه به وکړي چې له روسیې نه په پوځي برخه کې زیاتې مرستې جلب کړي.

د دې شورا ویاند او د سټراټیژیکو اړیکو رییس تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روسیه له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمنه ده نو افغان چارواکي به هم هڅه وکړي چې په یاده مبارزه کې د روسیې زیاته مرسته وغواړي.

ښاغلي غورځنګ وویل، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر به د خپل څلور ورځني سفر په دوو وروستیو ورځو کې د سې شنبې له ورځې نه د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشووف، د کورنیو او بهرنیو چارو او د ملي دفاع له وزیرانو او د امنیتي صنعت د کمپنیو له مشرانو سره لیدنې وکړي.

په کابل کې له ورستیو خونړېو بریدونو وروسته د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي و، هېواد یې له افغان حکومت سره د ترهګرۍ د هرې بڼې پر ضد مبارزه کې همکارۍ ته چمتو دی.