جلال اباد کې د غيرې راجستر سیم کارتونو پلور خلک اندیښمن کړي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سړک په سر غېرې راجستر سیمکارتونه په ښکاره ډول خرڅيږي.

د ننګرهار اوسیدونکي وايي، د همدغو ناراجستر شوېو سیمکارتونو له لارې خلک ګواښل کیږي او د غلا، سړي تښتونې او نورو جرایمو پر مهال عاملين د همدې سیمکارتونو نه استفاده کوي.

څو تنه اوسیدونکي وايي:

"زه وحیدالله د جلال اباد ښار اوسیدونکی یم زموږ غوښتنه له حکومت نه دا ده چې دا غیرې راجستر شوي سیمکارتونه باید بند شي ځکه په غیرې قانوني پېښو کې له همدې نه استفاده کيږي.

- زه سمیع الله د جلال اباد ښار کې اوسیږم دغه ناراجستر شوي سیمکارتونو نه سړي تښتوونکي او غله ټول ورنه استفاده کوي که دا بند نه شي نو دلته به غلا او سړي تښتوونې به همداسې روانې وي."

یو تن سیمکارت پلورونکی صدیق الله وايي، دوی د یوې مړی ډوډۍ د پيدا کیدو په خاطر کارتونه خرڅوي.

نوموړی وايي، یو څو تنه کسان هره ورځ په بوجیو کې د مختلفو شبکو سیمکارتونه راوړي او بیا دوی ترېنه په ارزانه بيه اخلي:

"زه دلته په پیاده رو کې سیمکارتونه خرڅوم دا خو هره ورځ یو تعداد خلک يې د تجارت لپاره راوړي او بیا موږ ورنه په ارازانه اخلو او دلته يې خرڅوو."

په ننګرهار کې د مخابرات رييس عبدالرازق صديقي دا مني چې د جلال اباد په ښار کې په ښکاره د مختلفو شبکو سیمکارتونه خرڅيږي او د همدغو سیم کارتونو له لارې خلک ګواښل کیږي:

"دا واقعیت دی چې له دې سیمکارتونو څخه په استفادې سره زنانه ځورول کیږي د غلا، اختطاف او نور په هغو ټولو عملونو کې ورنه ګټه اخېستل کيږي چې د قانون خلاف وي."

نوموړی وايي، دوی هره ورځ په زیاته اندازه غیرې راجستر شوي سیمکارتونه له بازاره راټولوي خو دا ددې ستونزې حل لاره نه ده.

صدیقي وايي، دوی په دې تړاو مرکزي اداره په جریان کې کړې ده او وزارت په پام کې لري چې پر مخابراتي شبکو فشار راوړي تر څو سیمکارتونه د بایوميټریک له لارې خلکو ته توضیع کړي:

"زموږ په وزارت کې یو پلان دا دی چې دا سیمکارتونه بایوميټریک کړي که څوک غواړي چې سیمکارټ واخلي نو خپله ګوته دې ولګوي یا د سترګو عکس واخلي تر څو د سیمکارت کارونکی په اسانی پيدا شي."

د کتوونکو په خبره د غېرې راجستر سیمکارتونو کارول که له یوې خوا په ټولنه کې د غيرې قانوني پيښو په زیاتوالي کې مرسته کوي له بلې خوا د دغو سیمکارتونو له لارې د مصرفیدونکو پيسو مالیه هم حکومت ته نه رسیږي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری