د کابل خواجه رواش ښارګوتي د اپارتمانونو مالکانو ته خبرداری

د افغانستان د ښارجوړونې وزارت وايي، که د خواجه رواش ښارګوتي د اپارتمانونو مالکان خپل پاتې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پورونه په روانه اوونۍ کې ادا نه کړي، اپارتمانونه به یې مسترد شي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت ویاندې نفیسې نعمتي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې شاو خوا ۸۰۰ تنه د پورونو په ورکړه کې ناغیړي کړې ده.

اغلې نعمتي زیاته کړه:

"پوروړي ۸۰۰ تنه دي چې تر اوسه یې خپلې پیسې نه دي تسلیم کړې، دوی ۴۰۰ میلیونه افغانۍ قرضداره دي، انشاالله د ښار جوړونې وزارت به د سنبلې په ۶ کورنه خپلو مالکانو ته تسلیموي او له هغوی نه غوښتنه کوو، څو خپل قسطونه په بله اوونۍ کې تسلیم کړي او له هغه پرته یې کورونه مسترد کیږي."

خواجه رواش ښارګوټي د ښار جوړونې وزارت له خوا مدیریت کیږي، ۷۶ بلاکونه لري او اپارتمانونه یې په قسطونه باندې توزیع شوي دي.

د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو په اساس ټاکل شوې وه چې د کابل د خواجه رواش بلاکونه په دوه یا درې کلونو کې مالکینو ته تسلیم کړای شي.

خو د ښارجوړونې وزارت د مسؤلینو په وینا د څلورو کلونو په تېریدو اوس هم د دغو اپارتمانونو د توزیع کار نه دی پیل شوی.

تېر کال د خواجه رواش د اپارتمانونو مالیکنو په یوه اعتراضیه غونډه کې د اپارتمانونو په ناوخته جوړېدو او توزیع انتقاد وکړی.

بل خوا په خواجه رواش ښارګوټو کې د یوه اپارتمان مالکې مسعودې ضیا ازادي راډیو ته وویل که څه هم په ټاکلي وخت یې خپل پورونه تحویل کړي، خو د خواجه رواش ښارکوټي مسوولینو ورته کورونه نه دي سپارلي.

"زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې هلته مې کور اخېستی، د کور قسطونه مو په هغه ټاکلي وخت کې تحویل کړي، په هغه وخت کې چې باید موږته کور سپارل شوی وای، له هغې مودې څخه یو یونیم کال تیریږي، د ښاري پراختیا وزارت څو وارې ژمنې وکړې، د حمل په میاشت کې به اپارتمانونه خپلو مالکینوته سپاري، خو څو حملونه تېر شوي، خو په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی."

که څه هم د ښار جوړونې وزارت مسوولین ټینګار کوي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د خواجه رواش د ښارګوتي داپارتمانونو دویش لړۍ پيلوي، خو د دغو اپارتمانونو مالکانو له دې وړاندې ویلي، حکومت په وخت د اپارتمانونو ویشلو ته کار نه دی کړی.

راپور: رحمت الله افغان