ترکیه کې د لږ تر لږه ۴۲ ژورنالېستانو د نیولو فرمان صادر شو

د ترکیې چارواکو نن د لږ تر لږه ۴۲ ژورنالېستانو د نیولو فرمان صادر کړ.د ترکيې د ټلویزیوني شبکو په حواله، حکومت د کودتا له ناکامې هڅې سره د تړاو په تور دا حکم کړی دی.

د ترکیې حکومت د دې کودتا د پلان مسئولیت په امریکا کې پر میشت مذهبي مشر فتح الله ګولن اچولی دی.

خو پر انقره فشارونه د زیاتیدو په حال کې دي او د اردوغان پر حکومت انتقاد دی چې ان د کودتا تر هڅې مخکې یې د مطبوعاتو پر ازادۍ بندیزونه زیات کړي وو.

د ترکیې حکومت د جولای په ۱۵ د کودتا له ناکامې هڅې سره په تړاو لږ تر لږه ۶۰ زره عسکر، قاضیان، پولیس، ښوونکو او نور ملکي مامورین ونیول او له دندو یې لېرې کړل.

د اروپايي کمېسیون مشر جان کلود یونکر نن وویل، د ترکیې له وضعیته معلومیږي چې دا هېواد په نږدې او ان لري وخت کې د اروپايي اتحادیې غړیتوب ته تیاری نه لري.

یونکر د اروپايي اتحادیې د رهبرانو دا وینا هم تکرار کړه چې که د اردوغان حکومت د اعدام سزا برحاله کړي، په اروپايي اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب پر امکان بحثونه به هم بند شي.