افغان حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه په نوې طرحې کار کوي

افغان حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې په یوې نوې طرحې کار کوي.

د اجرائیه ریاست یو ویاند امید مایثم وايي چې دا طرحه د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د تقیني فرمان بدیل دی.

نوموړي نن ازادي راډیو ته وویل چې ښايي دغه طرحه ولسي جرګې ته وړاندې شي.

ښاغلي مایثم وویل حکومت هڅه کوي چې تر راتلونکو څو ورځو پورې دغه طرحه بشپړه او د بروکسل تر ناستې پورې یې عملي کړي.

دغه پرېکړه د ملي شورا د ګډې کمېټې له‎خوا د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر د دوهم تقنیني فرمان تر ردېدلو ورسته وشوه.