د کابل پرونۍ حمله کې ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۱ تنه ټپيان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل ښار په پرونۍ ځانوژونکې چاودنه کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۳۱ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي درېیو ځانوژونکو د دهمزنګ په څلور لاري کې د روښنایۍ غورځنګ پر مظاهرې د برید هڅه وکړه، یو يې د پولیسو له‎خوا وویشتل شو، د بل چاودېدونکي مواد منفجر نه‎شول، او درېیم انتحاري ځان د راټولو شویو کسانو په منځکې والوزاوه.

ولسمشر اشرف غني دا برید په سختو الفاظو غندلی دی، نن‎يې ملي ماتم اعلان کړی او د تحقیقاتو امر يې کړی دی.

د داعش پورې اړوند رسنۍ اعماق ویلي چې دا برید د دې ډلې له‎خوا ترسره شوی دی.

په همدې حال کې د کابل ګارنېزیون تر راتلونکو لسو ورځو پورې په ښار کې پر هر ډول غونډو او لاریونونو بندیز اعلان کړی دی.