کاووسي: په نننۍ چاودنه کې ۶۱ تنه وژل شوي او ۲۰۷ تنه ټپیان دي

د عامي روغتیا وزارت وایې په کابل کې د روښنایۍ غورځنګ یا جنبش روشنایي پر مظاهرې په حمله کې ۶۱ تنه وژل شوي او ۲۰۷ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي مسؤل محمد اسماعیل کاووسي آزادی راډیو ته وویل:

"ټول دولتي کارکوونکي او ډاکټران په دې مصروفه دي چې ټپیانو ته رسیدګي وکړي. د وضعیت په اړهیې بیا وروسته معلومات درکوو."

دا حمله نن له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې مظاهره کوونکو د دهمزنګ په سمیه کې د تحصن خیمې درولي وې او غوښتل‌یې چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی باید له مرکزي ولایتونو تېر شي.

د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی او نهیې هم د څرنګوالي په اړه جزئیات شته.

ولسمشر اشرف غني د دغې پېښې په خاطر خواخوږي څرګنده کړې او د جمهوري ریاست خبرپانه وایي، ولسمشر ټولو دولتي بنسټونو ته امر کړی تر څو د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکانو ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد وايي چې په دغې حمله کې دوی لاس نه‎لري او زیاتوي چې دغه حمله د ولس د وېشلو لپاره یوه شومه دسیسه ده.

پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت تائيد کړه چې د روښنایي غورځنګ د مظاهره چیانو په منځ کې یوه چاودنه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه‎دی معلوم، خو زیاته‎یې کړه چې پولیس او نور ځواکونه د ټپيانو د انتقال په حال کې دي.

صدیقي ونه‎ویل چې په دغې چاودنه کې څوک وژل شوي هم دي او که نه؟ خو د دهمزنګ له سیمې څخه د یو شمېر رسنیو ژوندي راپورونه دا ښيي چې چاودنه پياوړې وه او یو شمېر کسان په‎کې وژل شوي هم دي.

دغه چاودنه په داسې حال کې کېږي چې د روښنایي غورځنګ د مظاهرې لپاره په کابل کې له تېرې شپې راهیسې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

تر اوسه چا د دغې چاودنې مسئولیت نه‎دی اخیستی.

په ورته وخت کې د اسقلال روغتون یوه ډاکتر ازادي راډیو سره په اړیکه کې وویل چې د دوی بېړنۍ خونې ته نږدې سل ټپيان د دغې چاودنې له سیمې څخه ورلېږدول شوي دي.