د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن وړاندیز ورته کړی چې په امریکا کې د مېشت ترکي مذهبي شخصیت فتحالله ګولېن د بېرته اېستلو پر امکان د غور لپاره کمېسیون جوړ شي.
چاوش اغلو پرون [جمعه] څرګنده کړه چې ترکیه په دې کمېسیون کې ګډون ته تیاره ده.
هغه ټینګار وکړ چې که امریکا په دې اړه پرېکړې ته جدي وي، په لنډ وخت کې د ګولېن د ایستلو پرېکړه کېدلائ شي خو په غیر صورت کې دا پروسه ښايي کلونه وخت ونیسي.
له بل پلوه، د ترکیې صدراعظم بنعلي یلدریم وايي چې د کودتا په تړاو د تشدد امکان لا نهدی پای ته رسېدلی او ښايي یو شمېر کسان د بېنظمۍ د جوړولو هڅې وکړي.
بنعلي یلدریم خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ترکیې حکومت پر ټولو چارو کنټرول لري.