راشد: د تېرکال په پرتله د شاتو تولیدات زیات شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وايي چې سږ کال په هېواد کې د تېرکال په پرتله د شاتو تولیدات زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد نن ازادي راډیو ته وویل چې د روان ۱۳۹۵ کال راهیسې ټولټال یو میلیون اته سوه درې دیرش زره کیلو ګرام شات تولید شوي دي.

راشد وايي چې دغه شات تر ډېره حده په خوست، پکتیا، ننګرهار، کونړ، لغمان، بلخ، کاپیسا، تخار، بدخشان او بغلان ولایت کې تولید شوي دي.

نوموړی وايي چې سږ کال ۲۳۷ زره د شاتو د مچیو صندوقونه بزګرانو ته ویشل شوي وو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د شاتو د مچیو د یو میلیون صندوقونو د پروسس طرفیت لري.