غني: د نشه يي توکو د تولید او قاچاق پر ضد دې نړیواله مبارزه وشي

د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني وايي، د مخدرو موادو د تولید او قاچاق پر ضد باید جدي، نړیواله مبارزه وشي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني پرون پنجشنبې په کابل کې "د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د ملي بسیج اوونۍ" د پای ته رسېدو په مناسبت غونډې ته وویل چې اروپا باید د کډوالو د بحران په ډول، د مخدرو موادو د قاچاق پرضد هم جدي دریځ غوره کړي.

د ولسمشر غني په حواله ویل شوي چې په افغانستان کې جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسیدلای شي چې د مخدرو موادو ستونزه حل شي.

ښاغلي غني زیاته کړې چې د افغانستان له بزګرو سره باید مرسته وشي چې د کوکنارو د کښت بدیل پیدا کړي.