په عراق او سوریه کې داعش غړو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړل شوې

د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش غړو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د ترکیې پولو ته له نږدې سیمو ووځي.

ائتلافي قواوو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د داعش وسله والو ته د وتلو مهلت ورکړی دی.

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو شورا ویلي چې د داعش وسله والو ته وروستی مهلت ورکړ شوی دی.

دې شورا ته چې د "منبیج پوځي شورا" هم بلل کیږي، کردان رهبري کوي او امریکا يي ملاتړ کوي.

ویل کیږي چې لس هاوو زره ملکي کسان د سوریې په شمالي ښار "منبج" کې په جګړه کې ګیر دي.

منبج په سوریه کې د داعش د وسله والو اصلي ښار رقعه ته نږدې او د هغوي د اکمالاتو پر لار پروت دی.

د دې ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات تردې مخکې هم څو وارې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځنډول شوي دي.

د امریکا پر متحدو ایالاتو د سې شنبې په ورځ تور ولګید چې په "منبیج" کې په وروستۍ بمباري کې ۵۶ ملکي کسان وژل شوي دي.