د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې افغان پوځیانو شاوخوا ۲۷ عملیاتونه کړي چې ۷۱ وسله وال طالبان او ۴۸ د داعش وسله وال په کې وژل شوي دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، افغان پوځیانو دا عملیات په ننګرهار، پکتیا، لوګر، پکتیکا، غزني او جوزجان کې ترسره کړي دي:
"اته څلویښت داعش په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي دي او همدا راز د دښمن یو مشر چې په سنګین کې وژل شوي. مولوي اغا د مخالفینو له خوا د سنګین لپاره نومول شوی ولسوال و."
دفاع وزارت نن سهار وختي په یوه بیان کې د وژل شویو مخالفینو ارقام خپاره کړي او ویلي یې دي چې د داعش ۴۸ وسله وال د ننګرهار په اچین، ۴۹ وسله وال طالبان په پکتیا او ۲۲ نور هم په په هلمند کې وژل شوي دي.
د بیان له مخې په دغو نښتو کې څلور افغان سرتیري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د ور اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.