جنرال عبدالله حبیبي د ننګرهار له چارواکو سره د عملیاتو په اړه غږیدلی

د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي په ننګرهار کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش او نورو افراطي وسله والو پر ضد د پراخو عملیاتو د پیل لپاره د دې ولایت له چارواکو سره وکتل.

د ننګرهار د والي د دفتر خبرپاڼه وايي، د ملي دفاع وزیر پرون چهارشنبې ننګرهار ته ورغلی و او په ختيځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مسؤلینو سره یې د دې پوځي عملیاتو د جزیاتو په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشرمحمداشرف غني ۲۰۱ سیلاب قول اردو ته په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د داعش پر ضد د عملیاتو مسؤلیت سپارلی دی.

د افغانستان د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل هم ننګرهار ته تللی او هلته د را روانو عملیاتو لپاره د ولسي خلکو د ملاتړ راټولولوهڅې کوي.

د خبرپاڼې په حواله، محمدګلاب منګل په ننګرهار کې د خلکو له یو شمېر استازو، د مدني ټولنې له فعالانو او حکومتي چارواکو سره تر عملیاتو وروسته د ثبات ټینګولو پر لارو چارو ږغیدلی دی.

په ننګرهار او شاوخوا سیمو کې د دې پوځي عملیاتو د پیل دقیق وخت نه دی څرګند شوی.