د امنیتي همکارېو د پراختیا په اړه د څېړنې پایلې اعلان شوې

د اسیا زړه هېوادونه په ټولنه کې د امنیتي همکارېو د پراختیا په اړه د څېړنې پایلې پرون چهارشنبې اعلان شوې.

په دې څېړنه کې د افغانستان امنیت ته د کتنې او د اسیا زړه هېوادونو د اقتصادي او پوځي همکاریو د څرنګوالي پر اساس ویل شوي، د ترورېزم پر ضد مبارزه باید جدي او د افغانستان امنیت ته پام زیات شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پرون چهارشنبې په کابل کې په دې اړه غونډې ته وویل:

"دا څېړنه چې نن اعلان شوې، د سولې د ملاتړ او ثبات د ټینګښت او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره زموږ ټولې سیمې ته ډېر اهمیت لري.د داسې بې طرفه تحقیق په پایله کې موږ ستونزې پیژندلای او د حل لپاره یې کړن لارې جوړولای شو. دا د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا ته د افغانستان د حکومت واضح ملاتړ څرګندوي، په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې."

د اسیا زړه هېوادونو د امنیتي او اقتصادي ثبات په اړه د څېړنې په پایله کې یو شمېر وړاندیزونه هم شوي چې د ډیالوګ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او له ترورېزم سره د مبارزې پر جدیت ټینګار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا خپلواکه څېړنه د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته شوې او هدف یې د هغو ستونزو او امکاناتو موندل دي چې د استانبول پروسه او د سیمې امنیت ورسره مخامخ دی.

دا اسیا زړه هېوادونه او د استانبول پروسه د افغانستان، پاکستان، ترکیې او متحد عربي اماراتو په ګډون ۱۴ غړي لري او په سیمه کې د اقتصادي پراختیا او امنیت ټینګولو سره همکاري کوي.