ډيپلومات: پاکستان، د افغانستان ستونزه

ډيپلومات:

ډيپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: پاکستان، د افغانستان ستونزه.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما په ٢٠٠٨میلادي کال کې د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال چې لا سناتور و، په واشنګټن کې د بهرنۍ پاليسۍ يعنې عراق او افغانستان په باب د امريکا پر سترو لاسته راوړنو خپله وينا پيل کړه.

د خپرونې په حواله، اوباما څرګنده کړه چې د امريکا مارشال پلان يوه پراخه پانګونه وه چې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې نه يوازې د اروپا له بيارغونې سره مرسته وکړه، بلکې د ډيموکراسۍ د پراختيا او د پخواني شوروي اتحاد د تدريجي سقوط زمينه يې برابره کړه.

اوباما وويل چې د امريکا يوه وتلي سياستوال جورج مارشال له امريکايانو غوښتنه کړې وه چې د خپل امن اړيکه دې له امريکا دباندې له هوساينې سره درک کړي او له هغوى يې پوښتنه کړې وه چې څه ته اړتيا لري.

د ليکنې په يوه برخه کې لولو، ولسمشر اوباما له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو پروسه د خپلې ولسمشرۍ دورې له پايته رسېدو سره سم د ٨٤٠٠ سرتېرو له پرېښودلو سره پايته رسوي.

د ډيپلومات په ليکنه کې راغلي، په داسې حال کېچې اوباما د خپل هېواد تر ټولو د اوږدې جګړې مسووليت بل ولسمشر ته سپاري، نو ښه ده چې دا پوښتنه مطرح شي، د دې جګړې د ختمېدو لپاره بايد څه وشي او څه ته اړتيا ده؟

د ډيپلومات په ليکنه، د امريکا متحدو ايالتونو د مارشال پلان په پرتله په افغانستان کې زياتې پيسې ولګولې. خو له دې سره- سره وسلوال طالبان نن تر ٢٠٠١م کال راوروسته تر ټولو زياتو سيمو باندې کنټرول لري.

د دې تر څنګ داعش ډلې د افغانستان پر ختيځو سيمو ولکه ټينګه کړې او امريکا د تېر کال په اکتوبر مياشت کې په بمي حملې سره د القاعده شبکې يو ستر روزنيز مرکز ويجاړ کړ، چې دا مسئله څرګندوي تر تېر کاله پورې القاعده شبکې په افغانستان کې عملياتي ځواک درلود.

ډېلي مېل:

بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله تازه ګڼه کې د اسوشېټېډ پرېس اژانس يوه ليکنه خپره کړې چې د وسلوالو طالبانو له خوا د حملو پر زياتېدو په کې تمرکز شوى دى.

په ليکنه کې ويل شوي، دا د روژې تر مبارکې مياشتې وروسته په تاوتريخوالى کې اول زياتوالى څرګندېږي.

د ډېلي مېل په ليکنه کې د کندوز د پوليسو د يوه چارواکي په حواله ليکل شوي، چې په سلګونو وسلوالو د دوشنبې په سهار پر قلعه ذال ولسوالۍ حمله وکړه، چې تر اوسه دغه وسلوال په شا نه دي تمبول شوي. ده ويلي وسلوال طالبان د قلعه ذال ولسوالۍ پر ٥٠ برخه خاورې تسلط لري.

د ډېلي مېل په ليکنه کې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د وياند په حواله راغلي، چې وسلوالو طالبانو پر سنګين ولسوالۍ حمله وکړه، خو د افغان هوايي حملو په مرسته په شا وتمبول شول.

د ورځپاڼې په ليکنه کې په پروان کې هم د ناامنيو پر پېښو تمرکز شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز وويل، چې سږکال په اوړي چې د طالبانو تر نوي مشرتابه لاندې حملې کمې شوې دي.

جنرال جوزيف ډانفورډ افغانستان ته د خپل تازه سفر پر مهال ويلي، د طالبانو په تهاجمي تکتیکونو کې رامنځته شوې نسبي کمزورۍ ته په احتیاط خوشبین دی.

ډانفورډ د ۲۰۱۳ میلادي له فبرورۍمیاشتې څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان و.