د افغانستان ولسي جرګه ځيني وزیران استیضاح کوي

د افغانستان ولسي جرګه هغه وزیران استیضاح کوي چې په روان کې یې د پراختیايي بودیجې له اتیا سلنو کمه بودیجه مصرف کړي وي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون مشر امیر خان یار نن ازادي راډیو ته وویل چې دا غوښتنه افغان ولسمشر ورڅخه هم کړې وه.

ښاغلی یار وايي کله چې وکېلان د اوړي له رخصیتو بیرته راوګرځي د هغو وزیرانو د استیضاح پریکړه به وکړي چې د پراختیايي بودجې له اتیا فیصدو کمه یې مصرف کړې وي.