رباني: بروکسل غونډه به د اقتصادي ملاتړ لپاره یو ښه فرصت وي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بروکسل کنفرانس به د ملي وحدت حکومت د اقتصادي ودې له اجنډا څخه د ملاتړ لپاره یو ښه فرصت وي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو مشورتي غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې د بروکسل د غونډې په څنډه کې به د سیمه ييزې اقتصادي پیاوړتیا په هدف هم ناسته وشي.

د بروکسل غونډه د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې جوړه شي او تر ډېره په دغه ناسته کې له افغانستان سره د اوږد مهاله اقتصادي او مالي مرستو د دوام په اړه بحث وشي.