د سوريي په شمال کې لږ تر لږه ۵۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي

د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې/داعش پر پناه ځایونو د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو په هوايي حمله کې لږ تر لږه ۵۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی، پرون سې شنبې وویل چې ائتلافي قواوو د سوریې منبج ښار ته نږدې پر دوو کلیو هوايي حملې کړي چې ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر ویلي چې د دې رپوټ او په حملو کې د ملکي تلفاتو په اړه معلومات ورته رسیدلي او په دې اړه یې جدي څېړنې هم پیل کړې دي.

د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې دا په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو د عملیاتو له پيل راهیسې، د ملکي تلفاتو تر ټولو ستره پېښه ده.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په سوریه کې د داعش پر ضد عملیات پيل کړي دي.